د کونړ او ننګرهار ولايتونو شريفو ولسونو ته د تسليت او ډاډګېرنې پيغام!



د کونړ او ننګرهار ولايتونو شريفو ولسونو ته د تسليت او ډاډګېرنې پيغام!

عکس صفحه

د کونړ او ننګرهار ولايتونو شريفو ولسونو ته د تسليت او ډاډګېرنې پيغام!

د مستقبل پوهنتون مشرتابه او منسوبین په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې په پایله کې د رامنځته شوې سترې غمیزې له امله د یاد ولایتونو ولسونو ته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي.

موږ په دې ستره غمیزه کې له وېرجنو کورنیو سره ځان شریک بولو. قربانیانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د لوې خالق تعالی له درباره څخه د بېړنۍ شفا غوښتنه کوو. همدارنګه، پر ملي، محلي او نړیوالو تجارانو، مؤسسو، خیریه بنسټونو او شتمنو هېوادوالو غږ کوو، چې د زلزلې له امله زیانمنو کورنیو سره د خپلې وسې په اندازه مالي او بشري مرستې ترسره کړي، څو د غم ځپلو کورنیو د ژوند بنسټیزې اړتیاوې پوره شي.

په درنښت

د مستقبل پوهنتون اداره

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :