دتمثیلي محکمې راپور!
د ۱۴۰۲ کال د جوزا (غبرګولی) میاشتې په ۳۰ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د مستقبل پوهنتون دحقوقي کلینک لخوا د مستقبل پوهنتون د غونډو په تالار کې د محصلینو د نظري او تیوریکي زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو پیاوړتیا، د حقوقو او شرعیاتو تحصیلي څانګې د محصلینو د استعدادونو وده، د عادلانه محکمو له اصولو سره بلدتیا او د قضايي منازعاتو د حل مهارتونو تر لاسه کولو په موخه تمثیلي محکمه جوړه شوه.
په دې غونډه کې ګڼ شمېر د پوهنځیو محصلینو او قدرمنو استاذانو حضور درلود.
د غونډې پیل د عظیم الشان قرآن په مبارکو آیتونو سره قاري صاحب عبدالواحد وکړ، له هغې وروسته ، د غونډې ګډونوالوته ښه راغلاست د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس وکړ او ورپسې د حقوق او سیاسي علومو او د شرعیاتو پوهنځي محصلینو لخوا تمثیلي محکمه وړاندې شوه.
ورپسی د مستقبل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلی استاد نجیب الله نصرت محصلینوته علمي او هر اړخېز وینا وکړ او زیاته یې کړه چې د محصلینو لپاره داسې غونډ باید دایر شي ، چې دهغوې په روزلو کې مؤثرې تمامي شی ، مونږ لله الحمد هڅه کړی چې په دې برخه کې له محصلینو سره بشپړ همکار اوسو ترڅو د دوی هغه پټ استعدادونه او ظرفتیونه په کار واچول شي.
د یادولو وړ ده، چې د مستقبل پوهنتون اداره ژمنه ده چې په دې برخه کې به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي او ټولنې ته به داسې علمي کادرونه وړاندې کوي چې د وخت تقاضا او ضرورت وی.
دغونډې په پای کې محترم استادان ( روښان نورین ، نورمحمد ثاقب ، ګل احمد صافی او محمد قسیم شیرزاد او هغه محصلین چې په تمثیلي محکمه کې یې رول ترسره کړی ؤ په ستاینلیکونو ونازول شوه .
غونډه د شرعياتو پوهنځی درئیس ښاغلی ګل احمد صافی په دعائیه ویلو سره پای ته ورسېده.

